بالاخره طالبانو په قطر کی دخپل دفتر خلاصیدل ومنل
سلام خان سلام خان

له تیرو لسو مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو او د امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه راپورونه خپرېږي؛ خو له شاوخوا دوه مياشتو راهيسې دغه خبرې تودې شوې او دا لومړى ځل دى، چې وسله وال طالبان دا په رسمی توګه ومنله، چې د امريکا له متحده ايالتونو او د هغوى له متحدينو سره يې د سولې د خبرو له پاره افهام او تفهيم کړى دى ،او بالا خره په لومړي ځل په رسمي توګه په قطر کي ددفتر خلاصېدل او د بهرنيانو سره د تفاهم خبره ومنله نن د سه شنبه ورځ چی د۲۰۱۲ دجنوری دمیاشتی ددریمی نیټی سره سمون لری، د طالبانو له لوری ورسنیو ته په رسېدلې اعلامیه کی ویل شوی دی چی : موږ همدا اوس اماده یو چې په داخل کې دخپل قوي موجودیت سره په څنګ کې له نړیوالو سره دافهام او تفهیم لپاره په بهر کې سیاسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو دقطر هیواد په شمول له اړونده لوریو سره ابتدایې تفاهم هم کړی دی ، طالبانو په دې اعلاميه کي د پخوا په نسبت ديپلوماتيکه ژبه کارکړېده او وايي چي دا یو څرګند حقیقت دی چې د طالبانواسلامي تحریک په افغانستان کې داسلامي نظام دنفاذ، دظلم دمخنیوي، دتوپک سالارانو دمحلي واکمنیو او دمخدره موادو دخاتمې، دامنیت دټینګښت او دملي وحدت دتامین په خاطرشروع شوی وو او دالله جل جلاله په نصرت او دملت په قربانیو او ملا تړ یې په کم وخت کې دافغانستان په مرکز او ولایتونوکې دفساد نه پاک اسلامي حکومت رامینځ ته کړ، تقریبا په ټول هیوادکې یې دکلونو ګډوډي او بې امنیتي ختمه او دهیواد ۹۵ فیصده برخه یې دمرکزي حکومت تابع وګرځوله، دافغانستان اسلامي امارت تل کوښښ کړی چې دمتقابل لوري سره معضلات دخبرو دلاري حل کړی دسولی دخبرو په اړه دطالبانو داعلامیی بشپړ متن چی ورسنیو ته رسیدلی دی په لاندی ډول دې دا یو څرګند حقیقت دی چې د طالبانواسلامي تحریک په افغانستان کې داسلامي نظام دنفاذ، دظلم دمخنیوي، دتوپک سالارانو دمحلي واکمنیو او دمخدره موادو دخاتمې، دامنیت دټینګښت او دملي وحدت دتامین په خاطرشروع شوی وو او دالله جل جلاله په نصرت او دملت په قربانیو او ملا تړ یې په کم وخت کې دافغانستان په مرکز او ولایتونوکې دفساد نه پاک اسلامي حکومت رامینځ ته کړ، تقریبا په ټول هیوادکې یې دکلونو ګډوډي او بې امنیتي ختمه او دهیواد ۹۵ فیصده برخه یې دمرکزي حکومت تابع وګرځوله، دافغانستان اسلامي امارت تل کوښښ کړی چې دمتقابل لوري سره معضلات دخبرو دلاري حل کړي دهیواد په اوسني قضیې کې چې لس کاله مخکي رامنځ ته شوي، په هغي کې دوه اساسي طرفونه ښکیل دي چي یو طرف یې دافغانستان اسلامي امارت او بل طرف یې دامریکې متحده ایالات او دهغوئ خارجي متحدین دي. دافغانستان داسلامي امارت له پیل نه دا دریځ دی چې دافغانستان اشغال ته دي دپای ټکی کیښودل شي، او افغانان دي پریښودل شي چي دخپلې خوښې یو داسي اسلامي حکومت جوړکړي چي دهیچا لپاره ضرر نه وي، اسلامي امارت له نړیوالوسره دافهام او تفهیم په منظور وخت په وخت خپل دریځ روښانه کړی، او په دې خبره یې ټینګار کړی چي دامریکا په مشری ائتلاف چې غواړي د زور له لاري افغانان تابع کړي هیڅکله به هم دې هدف ته ونه رسیږي، موږ همدا اوس اماده یو چې په داخل کې دخپل قوي موجودیت سره په څنګ کې له نړیوالو سره دافهام او تفهیم لپاره په بهر کې سیاسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو دقطر هیواد په شمول له اړونده لوریو سره ابتدایې تفاهم هم کړی دی، همدارنګه اسلامي امارت دتبادلې په صورت کې دګوانتنامو دزندان څخه دخپلو بندیانو دخلاصون غوښتنه هم کړيده. له دې نه علاوه چې ځیني رسنۍ اوغربي چارواکې د مذاکراتو په اړه ډول ډول تشویش اچونکي خبرونه نشر کوي هغه هیڅ حقیقت نه لري او دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکه ردوي . والسلام. دافغانستان اسلامي امارت د طالبانو په خبرپاڼه کې د بندیانو مسلې ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د ګوانتنامو له زندان څخه یې د خپلو بندیانو د خلاصون په صورت کې د تبادلې غوښتنه کړې ده ،څرګنده نه ده چې له طالبانو سره څو تنه لوېدیځوال اسیر دي خو ظاهراً داسي ښکاري چې یو امریکايي سرتېری، چې څو کاله پخوا په پکتیکا ولایت کې بې درکه شوی وو او وروسته د طالبانو لاس ته ورغلی و، یوازینی بهرنی بندي وي چې له طالبانو سره موجود دی تر دې مخکې امریکايی سرچینو هم ویلي و چې په قطر کې د طالبانو استازو له ګوانتنامو څخه د خپلو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده ،لوېدیځو سرچینو دغه راز ویلي چې امریکایانو له طالبانو څخه غوښتي چې له القاعده سره خپلې اړیکې یومخ پرې کړي او د افغانستان د منتخب حکومت د تخریبولو هڅه ونه کړي.د دې په مقابل کې به د یوشمېر طالب بندیانو پر خوشي کولو غور وکړي ،امریکایانو همداراز وویل چې د سولې له خبرو پرته دا امکان نشته چې ټول امریکايي پوځیان دې له افغانستانه ووځي، امریکایان به ډېر پوځیان پرېږدي چې د طالبانو د واک ته رسېدو مخه ونیسي.نو د طالبانو لپاره ښه دا ده چې خبرې وکړي او په قدرت کې د ونډې د لرلو لپاره د شخړې د سوله ییز حل لټه وکړي،د طالبانو له لوري د قطر په خبرو کې طیب اغا، ملا عبدالعزیز، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا عباس اخوند او شیخ سید رسول شامل دي .پای .
January 4th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها